نړۍ
د امریکا د کورني امنیت وزارت افغانانو ته وایي: د امریکا څخه د وتلو وخت دی
ځینې امریکایي رسنۍ وايي چې د کالیفورنیا په خلیج سیمه کې په زرګونو هغو افغانانو چې مشروطې ویزې (پارول) لري د امریکا د کورني امنیت وزارت لخوا لیکونه ترلاسه کړي چې خبرداری ورکوي چې په اوو ورځو کې دننه له امریکا ووځي.
دوی په تیرو څو اونیو کې دا لیکونه ترلاسه کړي دي، چې پکې لیکل شوي وو: “د متحده ایالاتو څخه د وتلو وخت دی. په متحده ایالاتو کې د پاتې کیدو هڅه مه کوئ. حکومت به تاسو ومومي. “مهرباني وکړئ سمدلاسه متحده ایالات پریږدئ.”
تر اوسه پورې د دې کسانو د اخراج په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی؛ خو په لیکونو کې دا هم ویل شوي چې دا کسان نور په متحده ایالاتو کې د قانوني کار کولو حق نلري.
ویل کیږي چې په زرګونو افغانان په “بی اریا سیمه” کې د “پارول” ویزو سره ژوند کوي.