د برېښنا شرکت د قزاقستان، تاجکستان او پاکستان د انرژۍ وزیرانو سره د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا لیږد پروژې د چټکولو لپاره د څو تړونونو د لاسلیک اعلان کړی دی.
شرکت په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا تړونونه په تاجکستان کې د CASA-1000 پروژې په اړه د غونډې په پای کې لاسلیک شول.
د افغانستان د برېښنا شرکت اجرایوي رییس عبدالباري عمر په دې غونډه کې وویل چې امنیت او په افغانستان کې د یو حساب ورکوونکي حکومت رامنځته کېدل د CASA-1000 پروژې د پلي کولو لپاره ښه فرصت رامنځته کړی دی.
د کاسا-۱۰۰۰ پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د لویو ګډو اقتصادي پروژو څخه یوه ده، چې له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته بریښنا لیږدوي، او افغانستان په دې پروژه کې د ټرانزیټ په برخه کې مهم رول لوبوي.