ایراني چارواکي: افغان کډوال باید راستانه شي او خپل هیواد ته پراختیا ورکړي
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني نن (جمعه، د غويی ٢٦ مه) په کرمان ولایت کې خبریالانو ته په ایران کې د کډوالو د وضعیت په اړه وویل: “د ایران اسلامي جمهوریت د دومره زیاتو میلمنو د منلو وړتیا نلري، او په کرمان ولایت کې د بهرنیو اتباعو، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو شمیر د پام وړ زیات شوی دی.”
ایراف میډیا لیکلي ښاغلي مومني د ایران او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د تاریخي، کلتوري او مذهبي اړیکو په ټینګار سره وویل، “د دې مشترکاتو سره، ایران نور نشي کولی په اوسنیو شرایطو کې دې نفوس ته پراخه خدمات وړاندې کړي،”
مومني زیاته کړه: “مهاجرینو ته د کار فرصتونه شتون لري، او د دولتي مرستو لویه برخه بهرنیو اتباعو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې مصرف کیږي؛ “موږ هیله لرو چې دا خلک به خپل هیواد ته راستانه شي او د افغانستان په پرمختګ کې به رول ولوبوي.”
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، ایران د افغان کډوالو کوربه توب یو له لویو هېوادونو څخه دی، چې نږدې څلور میلیونه افغان کډوال یې کوربه توب کړي دي.
خو د ایران حکومت هوډ لري چې ټول هغه کډوال چې د استوګنې قانوني اسناد نلري، له خپل هیواده وباسي.