نړۍ
کرملین: پوتین د استانبول خبرو اترو لپاره د روسیې د پلاوي جوړښت تصویب کړ
د روسیې د ولسمشر د دفتر سکرتر ولادیمیر میډینسکي به د اوکراین سره په خبرو اترو کې د روسیې د پلاوي مشري وکړي؛ لکه څنګه چې هغه په ۲۰۲۲ کال کې دا مسؤلیت درلود.
د استانبول د خبرو اترو لپاره د روسیې د پلاوي په ترکیب کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخایل ګالوزین په څیر نومونه شامل دي؛ د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مشر ایګور کوستیوکوف او د دفاع مرستیال وزیر الکساندر فومین لیدل کیږي.