سیمه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د ټرمپ څرګندونې د سیمې د هېوادونو په وړاندې د امریکا د دوکې چلند نښه ده

د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه:

د امریکا د ولسمشر غولونکې او توهینونکې څرګندونې په هیڅ ډول نشي کولی د هیواد دننه او بهر د ایرانیانو ملي پیوستون ګډوډ کړي.

د ټرمپ څرګندونې د سیمې د هېوادونو په وړاندې د امریکا د پالیسي جوړونکو د دوکې چلند یوه بله نښه ده.

د امریکا د ولسمشر د تفرقه اچوونکو څرګندونو موخه د ایران او د هغه د عربي ګاونډیانو ترمنځ د اختلاف رامینځته کول او د صهیونیسټ رژیم په جرمونو کې د امریکا مستقیم رول پټول دي.

ایران او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا په لاره کې دوام ورکړي، پرته له دې چې د تفرقه اچوونکو چلندونو تر اغیز لاندې راشي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button