افغانستاناقتصاد

په سره سمندرګي کې د کابل او تاشکند ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث

ارګ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د اسلامي امارت پلاوي ازبکستان ته د خپل سفر په جریان کې د امام بخاري رحمه الله د مقبرې لپاره د مرمرو یوه ډالۍ د هغه هیواد چارواکو ته وړاندې کړه.

پرون د اسلامي امارت پلاوي د لومړي وزیر د دفتر د مشر ملا عبدالواسع په مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ او د هغه هیواد له چارواکو سره یې د اقتصادي، سیاسي او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په اړه په شمول د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي او د سرخان سند والي سره خبرې وکړې

د لومړي وزیر د دفتر مشر، د سورخان دریا نړیوال ګډ بازار کې په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت د ازبکستان په ګډون د سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

ملا عبدالواسع زیاته کړه چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین شوی او هیله ده چې ازبک پانګوال به په افغانستان کې د کرنې، روغتیا، کانونو او برېښنا په برخو کې پانګونه وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button