افغانستانسیمه

د عبدالباري عمر په مشرۍ یو پلاوی د کابل څخه دوشنبه ته روان شو

د اسلامي امارت پلاوی د برېښنا شرکت د اجرایوي رییس په مشرۍ د “کاسا-۱۰۰۰ پروژې” په اړه په یوه غونډه کې د ګډون لپاره تاجکستان ته لاړ.

د برېښنا شرکت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د تاجکستان، قرغزستان، افغانستان او پاکستان استازي او همدارنګه د اسلامي پراختیایي بانک او نورو نړیوالو ادارو او سازمانونو استازي په دې غونډه کې ګډون کوي.

په دې غونډه کې به د پروژې د اوسني حالت، پرمختګ، د ستونزو حل او د پروژې د نورو اړخونو په اړه بحث وشي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button