افغانستان
له ۱۰۰ څخه زیات افغان وګړي د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې پرون (دوشنبه، د غويی ٢٢ مه) ۱۱۹ افغان اتباع له پاکستاني زندانونو څخه خوشې او هیواد ته راستانه شول.
د وزارت په وینا، دا خلک د نوم لیکنې او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوي دي.