سیمه

د یمن په اسمان کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو راپورونه

سیمه ییزو یمني سرچینو نن سهار (سه شنبه، د غويی ۱۳مه) د هیواد په اسمان کې د یوې بلې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د نسکوریدو اعلان وکړ.

د “راشا ټوډې” شبکې د ټولنیزو رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د یمن د وسله والو ځواکونو هوايي دفاع د “MQ-9” بې پیلوټه الوتکه چې د صعده ولایت په هوايي حریم کې یې کشفي عملیات کول، ویشتلې ده.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د یمن په اسمان کې د اور لمبې وهونکي الوتونکي شی انځورونه هم خپاره کړل.

یمني یا امریکایي چارواکو تر اوسه پورې د دې راپورونو په اړه تبصره نه ده کړې.

اړونده ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/21277?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button