افغانستان
سهیل شاهین د فرانسې له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې د سفارت له شارژدافیر جین مارین چاو سره وکتل.
په قطر کې د افغانستان سفارت وايي چې په دې غونډه کې د اوسني سیاسي وضعیت، د افغانستان او فرانسې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو، بشري مرستو او د تاریخي اثارو په برخه کې د فرانسې د دوامداره همکاریو په اړه بحث وشو.
ښاغلي شاهین د فرانسې له شارژدافیر څخه هم غوښتي چې په کابل کې خپل سیاسي استازیتوب فعال کړي.