زیلینسکي: زه چمتو یم چې په استانبول کې له پوتین سره ووینم، خو اوربند باید ټینګ شي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان کړی چې هغه په استانبول کې له روسیې سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دی او هیله لري چې دا خبرې اترې به د جګړې د پای ته رسولو لامل شي.
زیلینسکي د یکشنبې په ورځ (د می په ۱۱مه) په خپل ټیلیګرام کې ولیکل چې هغه د می په ۱۲مه، د دوشنبې په ورځ د بشپړ اوربند تمه لري، او زیاته یې کړه چې هغه “په ترکیه کې په شخصي توګه د ولادیمیر پوتین سره لیدو ته سترګې په لار دی.”
زیلینسکي ټینګار کړی چې دا اوربند کولی شي د ډیپلوماسۍ پرمختګ ته لاره هواره کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اوکراین غږ کړی چې د ولادیمیر پوتین د خبرو اترو وړاندیز سره سمدلاسه موافقه وکړي.
ټاکل شوې ده چې دا خبرې اترې د پنجشنبې په ورځ، د می په ۱۵مه، په ترکیه کې ترسره شي.
مخکې له دې، زیلینسکي د مسکو سره د خبرو اترو په پیل ټینګار کړی و چې د 30 ورځني اوربند سره مشروط وي.
په کریملین کې په وروستیو څرګندونو کې، پوتین د کیف له چارواکو څخه هم وغوښتل چې مستقیمې خبرې اترې بیا پیل کړي.