افغانستانسیمه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څانګې مشر روسیې ته سفر وکړ

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څانګې مشر مولوي غلام حیدر شهامت د “روسیه او اسلامي نړۍ” په نوم د کازان په ۱۶م نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته سفر وکړ.

ښاغلی شهامت به په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو سره د افغانستان د مرسته د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د کازان نړیوال کنفرانس “روسیه او اسلامي نړۍ” به د می له ۱۳مې څخه تر ۱۸مې پورې د روسیې په کازان ښار کې ترسره شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button