یونیسف: د غزې ۹۰ سلنه اوسیدونکي د څښاک اوبو ته لاسرسی نلري
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په غزه کې د اوبو د بې ساري بحران په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې په سیمه کې یوازې په هرو لسو کسانو کې یو یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري. داسې وضعیت چې د ملیونونو خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.
یونیسف په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په غزه کې د اوبو سخت کمښت یوه جدي پړاو ته رسیدلی، چې د سیمې ۹۰ سلنه نفوس یې پاکو اوبو ته له لاسرسي څخه بې برخې دي.
په بیان کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ خلکو د لنډ وخت لپاره د څښاک اوبو ته لاسرسی درلود، خو دا لاسرسی بیا پرې شو.
د بیان له مخې، د غزې د اوبو رسولو زیربنا سخته زیانمنه شوې او په اوسنیو شرایطو کې، د خلکو د اساسي اړتیاوو پوره کول ممکن نه دي.
د ملګرو ملتونو د ادارو اټکلونه ښيي چې ۱.۸ میلیونه خلک، چې له نیمایي څخه زیات یې ماشومان دي، اوبو، روغتیا ساتنې او طبي مرستو ته سخته اړتیا لري.
یونیسف او نورو بشري ادارو په غزه کې د بشري ناورین د حل لپاره د بیړني اقدام غوښتنه کړې ده.