د یمن د توغندیو له برید وروسته د صهیونیسټي میشت ځایونو ډله ییزه تېښته
د صهیونیسټ رژیم رسنیو راپور ورکړ چې په اشغال شوي بیت المقدس او یافا (تل ابیب)، ګوش دان او د اشغال شوي فلسطین په لویو سیمو کې د خطر زنګونه غږیدل.
دغو رسنیو د هغو لویو چاودنو په اړه راپور ورکړ چې د اشغال شوي فلسطین مرکز یې ولړزاوه.
دغو رسنیو اعلان وکړ چې د یمن څخه د توغندي د توغولو وروسته د تل ابیب د بن ګوریون هوایی ډګر ته الوتنې ځنډول شوي دي.
عبراني رسنیو اعلان وکړ چې له یمن څخه د توغندي له توغولو وروسته، له ۲۰۰ څخه زیاتو اشغال شویو سیمو کې د خطر زنګ غږول شوی او په میلیونونو صهیونیسټان پناه ځایونو ته تښتیدلي دي.
دغو رسنیو د یمن څخه د توغندي له توغولو وروسته د تل ابیب له ساحل څخه د صهیونیسټانو د ډله ییزې تېښتې انځورونه خپاره کړل.
د عبراني تلویزیون ۱۴ چینل هم ومنله چې د دوهم ځل لپاره، د امریکا د THAAD دفاعي سیسټم د یمني توغندي په مخنیوي کې پاتې راغی.
اړونده ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.
https://t.me/SafirTelevision1/21171