د پاکستان دفاع وزیر: اسلام آباد د سپتمبر له ۱۱مې وروسته د ترهګرۍ ملاتړ وکړ
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف له سي ان ان سره په یوه مرکه کې وویل چې اسلام آباد د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۱۱مې وروسته په افغانستان کې د ترهګرۍ ملاتړ وکړ، پداسې حال کې چې په افغانستان کې جګړه روانه وه.
د پاکستان دغه لوړ پوړي دفاعي چارواکي د پخواني شوروي اتحاد سره په افغان جګړه کې د امریکا ملاتړ هم یوه تېروتنه وبلله.
په دې ټلویزیوني مرکه کې، دا پاکستانی چارواکی په ضمني ډول د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا پر پالیسیو نیوکه کوي او ټینګار کوي چې امریکا افراد د ترهګرو او غیر ترهګرو په توګه لیبل کوي.
هغه وویل: “د سپتمبر د یوولسمې له پیښې وروسته، په افغانستان کې جګړه دوام وموند. موږ یوازې ګاونډیان وو، هو، موږ له ترهګرو سره همکاري کوله.”
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د هند او پاکستان ترمنځ پوځي شخړه څلورمې ورځې ته ننوځي، چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر سیمه کې د سیلانیانو پر وړاندې د وسله والو له ترهګریز برید وروسته پیل شوې ده.