نړۍ
د مسکو په سره چوک کې د دوهمې نړیوالې جګړې په نازي ازم باندې د بریا د ۸۰مې کلیزې په مناسبت لوی رسم ګذشت
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې په سره چوک کې په پریډ کې له ۱۱۵۰۰ څخه زیاتو سرتیرو برخه اخیستې وه، چې له دې ډلې څخه له ۱۵۰۰ څخه ډیر یې په ځانګړو پوځي عملیاتو کې برخه اخیستې وه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مراسمو کې د خپل هیواد خلکو ته په خطاب کې وویل: “زموږ هیواد د ملیونونو ژوندونو په بیه ټول انسانیت ته آزادي او سوله راوړه.”
پوتین زیاته کړه چې روسیه به تل د نازیانو پر وړاندې یو نه ماتیدونکی خنډ وي؛ ټوله روسیه په ځانګړو پوځي عملیاتو کې د ګډونوالو ملاتړ کوي او د دوی په مورال ویاړي.