نړۍ

په سریلانکا کې د چورلکې د لوېدو له امله شپږ کسان وژل شوي دي

د سریلانکا هوايي ځواک اعلان وکړ چې د یوې چورلکې د لوېدو په پېښه کې شپږ پوځي پرسونل وژل شوي دي.

د سریلانکا د هوايي ځواک ویاندې اراندا ګیګاناج رویټرز ته وویل چې چورلکه نن (جمعه، د غويی ۱۰مه) د پوځي تمریناتو پر مهال نسکوره شوه.

د هغه په ​​وینا، په دې پېښه کې د ځانګړو ځواکونو څلور او د هوايي ځواک دوه پرسونل د سختو ټپونو له امله مړه شول.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button