نړۍ
خلیلزاد د جیش محمد د غړي د وژنې په غبرګون کې له هند څخه مننه وکړه
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د هند لخوا د سیندور په عملیاتو کې د جیش محمد ډلې د یو لوړ پوړي غړي عبدالرؤف اظهر د وژنې په اړه غبرګون ښودلی او له دغه هیواد څخه یې مننه کړې ده.
خلیلزاد په خپل ایکس پیج کې ولیکل چې اظهر په ۲۰۰۲ کال کې د وال سټریټ ژورنال یو خبریال وژلی و، او د هغه په وینا، اوس عدالت پلی شوی دی.
هندي رسنیو راپور ورکړ چې د جیش محمد ډلې یو لوړ پوړی غړی عبدالرؤف اظهر د سیندور عملیاتو په جریان کې د هندي ځواکونو لخوا ووژل شو.