افغانستان

د خوړو نړیوال پروګرام: د افغانستان د نفوس یو پر دریمه برخه له لوږې سره مخ ده

د خوړو نړیوال پروګرام د چهارشنبې په ورځ، د غوایی په ١٧ مه اعلان وکړ چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ډیرو زیان منونکو کورنیو د ملاتړ لپاره په بیړني ډول ۴۵۱ ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

دې سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان د نفوس یو پر دریمه برخه له لوږې سره مبارزه کوي.

سازمان زیاته کړه: “که چیرې افغانستان یوازې ۱۰۰ کسان ولري، نو ۵۰ تنه به یې د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري؛ “خو د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان نه دي، دا ۴۶ میلیونه دي، چې نږدې دریمه برخه یې له لوږې سره مبارزه کوي.”

د ملګرو ملتونو د ادارو د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې له ۲.۴ ملیون څخه ډیر خلک له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به نږدې ۲۳ میلیونه خلک، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د خوړو نړیوال پروګرام وړاندوینه کوي چې سږ کال به ۳.۵ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي. دا پدې مانا ده چې په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم د خوارځواکۍ سره مخ کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button