
سیمه
د جیش محمد د مشر د کورنۍ لس غړي د هند په برید کې په پاکستان کې ووژل شول
د بي بي سي اردو د راپور له مخې، د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په یوه بیان کې ویلي چې د تېرې شپې په پاکستان باندې د هند په برید کې د هغه د کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.
مسعود اظهر زیاته کړه چې د هغه څلور همکاران په وژل شویو کې شامل وو، چې په دې سره د قربانیانو ټولټال شمېر ۱۴ ته ورسېد.
په بیان کې د هند پر لومړي وزیر نریندرا مودي نیوکه شوې، او ویل شوي چې هغه د بشري اصولو سرغړونه کړې او ښځې او ماشومان یې په نښه کړي دي.