د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او هند ترمنځ مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي “اندیښمنونکې” وبلله او زیاته یې کړه چې د تاوتریخوالي زیاتوالی د سیمې په ګټه نه دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې په سیمه کې د امنیت او ثبات په ټینګار سره خپره شوې، راغلي چې اسلامي امارت له دواړو خواوو څخه غواړي چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ډیپلوماسۍ او تفاهم له لارې حل کړي.