نړۍ

ایمانویل مکرون به د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې د الجولاني کوربه وي

د سوریې د ولسمشرۍ دفتر په وینا، ابو محمد الجولاني به اروپا ته په خپل لومړي سفر کې فرانسې ته سفر وکړي.

خبري سرچینو اعلان وکړ چې هغه به د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره وګوري.

د تېرې فبروري میاشتې په وروستیو کې، د سوریې ولسمشرۍ دفتر د الجولاني او ایمانویل مکرون ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو اعلان وکړ، چې په کې دواړو خواوو د سوریې پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو په اړه بحث وکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button