نړۍ
د روسیې او اوکراین د سمندري اوربند وروسته، امریکا د بندیزونو د کمولو ژمنه وکړه
متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ له اوکراین او روسیې سره جلا جلا موافقې وکړې چې پر سمندري او انرژۍ تاسیساتو بریدونه وځنډوي.
د رویټرز په وینا، د دې موافقې په بدل کې، واشنګټن ژمنه وکړه چې په مسکو باندې د لګول شویو ځینو بندیزونو د کمولو لپاره به کار وکړي.
که څه هم دا لا څرګنده نه ده چې په تور سمندرګي کې د سمندري امنیت پورې اړوند دا تړونونه به کله او څنګه پلي شي، خو دا د ډونالډ ټرمپ ادارې له واک ته رسېدو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ لومړنۍ رسمي ژمنې دي.