افغانستاننړۍ

اسلامي امارت نړۍ ته ثابته کړه چې د افغانستان له خاورې څخه هیڅ هیواد ته ګواښ نه دی متوجه

د امریکا د استخباراتي ټولنې په دې وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت لپاره د ګواښونو په ارزولو کې د افغانستان یادونه نه ده کړې.

دا ثابتوي چې امریکا دا حقیقت درک کړی دی: افغانستان نور د دې هیواد لپاره ګواښ نه دی.

د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې به هیڅکله هیڅ هیواد ته ګواښ نه وي.

د اسلامي امارت په بیا تاسیس سره، په ټول هیواد کې په ریښتینې معنی بشپړ امنیت تامین شوی او د افغانستان جغرافیه د واحدې واکمنۍ لاندې راغلې ده.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم ویلي وو چې اوس مهال په افغانستان کې امنیت او حاکمیت ټینګ شوی او د اسلامي امارت پرته بل څوک د افغانستان پر خاوره واکمني نه کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button