نړۍ

امریکا په افغانستان کې د نیول شوي امریکایي وګړي په خوشې کولو کې د قطر د رول څخه مننه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د قطر له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني سره په ټیلیفوني اړیکه کې د امریکایي تبعه جورج ګلیزمان د خوشې کولو په برخه کې د دوحې د رول ستاینه وکړه، چې په افغانستان کې نیول شوی و.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې روبیو په دې تلیفوني اړیکه کې په افغانستان او سیمه کې د امنیت، سولې او ثبات د تامین لپاره د قطر د هڅو ستاینه هم وکړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button