سیمه
په خان یونس او رفح باندې د صهیونیسټانو په برید کې ۲۳ فلسطینیان شهیدان شول
د غزې په جنوبي تړانګه کې د رفح او خان یونس په سیمو د صهیونیسټانو په برید کې له نیمې شپې راهیسې ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
اسراییلي رژیم د غزې په جنوب کې د خان یونس په لویدیځ کې د المواسع په سیمه کې د فلسطیني کډوالو خیمې هم په نښه کړې، چې په پایله کې یې د حماس د سیاسي دفتر غړی او د فلسطین د مقننه شورا غړې صلاح البرداویل او د هغه میرمن شهیدان شول.
له بلې خوا، د حماس غورځنګ په خان یونس کې د اسراییلي رژیم لخوا د صلاح البرداویل او د هغه د میرمنې وژنه تایید کړه او په یوه بیان کې یې وویل چې د البردویل، د هغه د میرمنې او ټولو شهیدانو وینه به د آزادۍ لپاره مبارزه پیاوړې کړي.