افغانستان
په بلخ کې د معلولیت لرونکو کسانو له ۵۰ څخه زیاتو کورنیو ته د روژې د مرستو ویش
د بلخ د صنایعو او کانونو خونې، د مزار شریف د سوداګرو په مالي ملاتړ او د بلخ د ولایتي ادارې په لارښوونه، د معلولیت لرونکو کسانو له ۵۰ څخه زیاتو کورنیو ته پنځه ډوله خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل، چې د دغو خلکو لخوا یې تود هرکلی وشو.