سیمه
د یمن انصارالله د لبنان په جنوب کې د صهیونیسټانو یرغل په کلکه وغنده
د لبنان په جنوب کې د اسراییلي رژیم د یرغل په اړه، د انصارالله سیاسي دفتر دا د امریکا لخوا ملاتړ شوي اوربند تړون سرغړونه ګڼلې او په کلکه یې غندلې ده.
د انصارالله دفتر په اعلامیه کې راغلي: “په لبنان، سوریه کې د دښمن د بریدونو زیاتوالی او په غزه او لویدیځه غاړه کې عام وژنې د متقابل ځواب (د دښمن پر وړاندې غچ اخیستنې) اړتیا ټینګار کوي.”
په بیان کې زیاته شوې ده: “زموږ د ملت پر هېوادونو او خلکو د امریکا او اسراییلو برید د عربي رژیمونو او ملتونو له خوا د یو متحد او ګډ دریځ غوښتنه کوي.”