افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د سراج الدین حقاني د سر د انعام لغوه کول تایید کړل

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د هیواد ملي تلویزیون ته تایید کړه چې متحده ایالاتو د وزارت د مشر خلیفه سراج الدین حقاني د سر انعام لغوه کړی دی.

د ښاغلي قانع په وینا، د عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني د سرونو لپاره پنځه میلیونه ډالر انعام هم لغوه شوی دی.

متحده ایالاتو د خلیفه سراج الدین حقاني په اړه د معلوماتو شریکولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالر انعام ټاکلی و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button