د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ له کانونو څخه استخراج شوي فیروزي ډبرې په ۱۰،۹۴۲،۰۰۰ افغانیو پلورل شوي دي.
د وزارت په وینا، د دې اندازې فیروزې په خرڅلاو سره، د دولت خزانې ته ۱ میلیونه ۹۴ زره افغانۍ عواید ور زیات شوي دي.