سیمه

په ترکیه کې د عراق پر قونسلګرۍ وسله وال برید شوی

عراقي رسنیو په ترکیه کې د عراق د قونسلګرۍ په ودانۍ د دوو کسانو د وسله وال برید خبر ورکړی دی.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت هم یوه اعلامیه خپره کړه چې په استانبول کې یې د دغه هېواد قونسلګرۍ د نامعلومو کسانو له خوا په نښه شوې ده.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: “په استانبول کې د عراق د قونسلګرۍ ودانۍ د جمعې په ورځ د شپې په نهو بجو د موټرسایکل سپرو نامعلومو بریدګرو لخوا په نښه شوه. بریدګرو د کلاشینکوف ټوپک سره د ودانۍ مخې ته اته ډزې وکړې او بیا یې وتښتېدل.”

د عراق د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې زیاته کړه: “د پیښې سمدلاسه وروسته، د دې هیواد جنرال قونسلګرۍ او استازي د پیښې ځای ته لاړل ترڅو جزئیات وڅیړي او سمدلاسه، د عراقي ډیپلوماتیک ماموریت د استازو په شتون کې، دوی د ترکیې د امنیتي چارواکو سره د تحقیقاتو او اسنادو راټولولو پیل وکړ.”

د عراق د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو تړونونو پر بنسټ د ډیپلوماټیکو ماموریتونو د ساتنې لپاره د اړینو اقداماتو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ، او د پیښې د جزئیاتو د افشا کولو او عاملینو ته د سزا ورکولو په هدف یې د ترکیې چارواکو سره د پیښې تعقیب باندې ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button