سیمه
د یمن پوځ: موږ د بن ګوریون هوايي ډګر د بالستیک توغندي سره په نښه کړ
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان وکړ: “موږ د “فلسطین ۲” سوپرسونیک بالستیک توغندی سره د اشغال شوي یافا په سیمه کې د بن ګوریون هوایی ډګر په نښه کړ.”
یحیی سريع ټینګار وکړ چې دا توغندیز برید په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د خپل ډول دریم برید دی.
د یمن د پوځ ویاند دا هم اعلان وکړ چې هوايي ځواک د بې پیلوټه الوتکو عملیات ترسره کړل چې د USS هري ټرومن الوتکې وړونکې بیړۍ پورې اړوند یو شمیر جنګي کښتۍ یې په نښه کړې.