سیمه
اسلام آباد: د افغان کډوالو د ایستلو وروستۍ نیټه به نه غځول کیږي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان وویل چې د افغان کډوالو د وتلو لپاره ټاکل شوې وروستۍ نیټه نه ده بدله شوې.
شفقت علي خان ټینګار وکړ چې د تابعیت کارت لرونکي او بې اسناده کډوال باید د مارچ تر ۳۱مې پورې له پاکستانه ووځي.
هغه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او نورو بشري حقونو سازمانونو اندیښنو ته په ځواب کې وویل: “پاکستان د ملګرو ملتونو د کډوالو کنوانسیون غړی نه دی او له همدې امله د دې سازمان سره د همغږۍ مکلفیت نلري؛” “په تیرو لسیزو کې افغان کډوالو ته هر ډول مرسته د پاکستان د حکومت د رضاکارانه پریکړو پر بنسټ شوې ده.”