افغانستانسیمه

له ایران څخه تر ۲۰۰ ډیر افغان بندیان نیمروز ته انتقال شول

د نیمروز سیمه ییز چارواکي وايي چې ۲۱۱ افغان بندیان چې د مختلفو جرمونو په تور په ایران کې بندیان وو، د ورېښمو پل له لارې نیمروز ولایت ته انتقال او اسلامي امارت ته وسپارل شول.

د افغانستان د زندانونو عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري وايي چې دا افغان بندیان چې ۴۸۴ یې په مختلفو جرمونو تورن دي، پرون د پل ابریشم په بندر کې اسلامي امارت ته وسپارل شول.

د زندانونو عمومي رییس وايي چې د ۲۱۱ افغان بندیانو د سپارلو سره د بندیانو د لیږد پروسه پیل شوې ده، او ټاکل شوې ده چې دا بندیان خپلو اړوندو ولایتونو ته ولیږدول شي او هلته خپل ټاکل شوي زندان تیر کړي.

له بلې خوا، د نیمروز والي مولوي محمد قاسم خالد د افغان بندیانو د لیږد د پروسې د سم مدیریت او هغوی ته د خوړو، روغتیایی خدماتو او نورو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button