افغانستان

د اقتصاد وزارت په نړۍ غږ وکړ چې د روغتیا نړیوال سازمان ملاتړ وکړي

په افغانستان کې د نړیوال روغتیا سازمان د ۸۰٪ مرکزونو د فعالیتونو د ځنډولو له اعلان وروسته، د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت د نړۍ له هېوادونو څخه د دې سازمان لپاره د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان دوه ورځې وړاندې خبرداری ورکړ چې د روان کال تر جون پورې به په افغانستان کې د دې سازمان لخوا ملاتړ شوي ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله وتړل شي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري د هیواد د روغتیا سکتور په ملاتړ کې د دې سازمان رول مهم وباله او ویې ویل: “زموږ غوښتنه له نړیوالې ټولنې څخه دا ده چې د دې سازمان ملاتړ وکړي ترڅو دا سازمان د افغانستان خلکو ته خپل خدمات دوام ورکړي.”

له بلې خوا، د روغتیا نړیوال سازمان په یوه بل راپور کې، احصایې وړاندې کړې چې په فبروري میاشت کې یې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې ۱۷۱،۵۸۳ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړل، چې د ۱۲۳ روغتیايي مرکزونو له لارې ورته چمتو شوي وو.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې اونۍ کې اعلان وکړ چې د روان کال د مارچ تر څلورمې پورې، په ۲۵ ولسوالیو کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه، چې ۱.۶ میلیونه خلکو ته خدمات وړاندې کوي، د بودیجې د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button