سپورت
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله سبا د متحده عربي اماراتو سره مخ کیږي
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله به سبا (جمعه، د وری لومړۍ) د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې د متحده عربي اماراتو د ملي لوبډلې پر وړاندې ولوبیږي.
دا حساسه او په زړه پورې لوبه به د کابل په وخت د مازدیګر په ۴:۰۰ بجو د تایلینډ په کوربه توب ترسره شي.
د هیواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د متحده عربي اماراتو په وړاندې د خپلې لومړۍ لوبې لپاره چمتو ده، چې په خپلو وروستیو دریو دوستانه لوبو کې یې د سعودي عربستان، جاپان او بحرین په وړاندې یوه وګټله او دوه یې بایللې دي.