نړۍ
د پوتین او ټرمپ ترمنځ دویمه ټیلیفوني خبرې
د کرملین ویاند د روسیې او امریکا د مشرانو ترمنځ د ټیلیفوني خبرو پای ته رسېدل تایید کړل چې څه باندې دوه ساعته یې دوام وکړ.
د روسیې او متحده ایالاتو ولسمشرانو په وروستیو میاشتو کې د سه شنبې په ورځ (۲۸ ګبې ۱۴۰۳) په خپله دوهمه تلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو د عادي کولو او په اوکراین کې د جګړې د حل په اړه خبرې وکړې.
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر سره تر مشورې وروسته د خپل هېواد پوځ ته امر کړی چې تر ۳۰ ورځو پورې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه ودروي.