سیمه
بنګویر د نتانیاهو کابینې ته راستون شو
د نتانیاهو کابینې په یوه فوق العاده غونډه کې موافقه وکړه چې د ښي اړخي ګوند “استاما یهودیت” (یهودي ځواک) درې وزیران په کابینې کې “اتمار بن ګویر” د کورنیو چارو وزیر په توګه، “امیهای الیاهو” د میراث د وزیر په توګه او “ییتزاک فاسرلوف” د نیویګی د وزیر په توګه وټاکي.
د لیندۍ په ۳۰مه نېټه په غزه کې د اوربند له موافقې وروسته، د یهودي ځواک ګوند غړو د دغه تړون پر ضد په اعتراض کې استعفا وکړه، خو د جګړې له بیا پیلېدو سره یې هم د بېرته ستنېدو لېوالتیا څرګنده کړه.