زیلینسکي د اوکراین د انرژۍ په زیربنا باندې د بریدونو د 30 ورځو ځنډولو هرکلی وکړ
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې هغه د انرژۍ زیربنا باندې د بریدونو لپاره د وړاندیز شوي 30 ورځو بندیز ملاتړ کوي، مګر کییف مخکې له دې چې بشپړ موافقه وکړي نورو جزیاتو ته اړتیا لري.
زیلینسکي وویل چې روسیه په راتلونکو میاشتو کې په څو جبهو کې نوي بریدونه چمتو کوي ترڅو په اوکراین باندې اعظمي فشار راوړي.
په هرصورت، د کیف ملګري به د پوځي مرستو د بندولو موافقه ونه کړي او موږ هیله لرو چې دا مرستې دوام ومومي.
د اوکراین ولسمشر په دوام وویل چې روسیې په اوکراین کې د یوه روغتون په ګډون ملکي تاسیسات بمبار کړي دي. پوتین د بشپړ اوربند وړاندیز رد کړ، د هوايي بریدونو د درولو د امر په اړه یې دروغ وویل، او په پوتین باور نشته.
پوتین هڅه کوي چې د اوکراین د وسله والو ځواکونو اندازه کمه کړي، نو غواړي چې په اوکراین کې د خوځښت مخه ونیسي.
د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/19168