افغانستانسیمه

ایران: افغان غوښتونکي باید د مجاز شرکتونو له لارې د ویزې غوښتنه وکړي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقاي وايي، د ویزې د ورکولو په بهیر کې د ستونزو د کمولو لپاره باید افغان غوښتونکو ته د سفارت له خوا معرفي شوي رسمي شرکتونو ته ولاړ شي.

هغه د افغانانو د ویزو د غوښتنلیکونو د پراخې ردېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ: “زموږ پالیسي د ویزو ردول نه، بلکې د هغوی د ورکړې بهیر اداره کول دي.”

بقاي زياته کړه چې د دې پروسې د ښه والي لپاره اړين تدبيرونه نيول شوي او په تدريجي ډول به عملي شي. “د افغانانو کرامت ته درناوي د ویزې د ورکولو په بهیر کې یو مهم اصل دی.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button