نړۍ

ټرمپ: اسلام له موږ کرکه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سی ان ان سره په مرکه کې د اسلام او مسلمانانو په اړه خپلې جنجالي څرګندونې تکرار کړې.

ډونلډ ټرمپ وویل: زه فکر کوم هغه خلک چې په اسلام باور لري له موږ څخه کرکه کوي. “دا لوی نفرت دی او موږ باید په سمه توګه پوه شو چې دا له کوم ځای څخه راځي.”

هغه امریکا ته د مسلمانانو د مهاجرت په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: موږ باید ډیر محتاط واوسو او اجازه ورنکړو چې له امریکا او غیر مسلمانانو څخه کرکه لري دغه هیواد ته ننوځي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په عمومي توګه اسلام له لویدیځ سره په جګړه کې دی، هغه وویل: “موږ له سخت دریځه اسلام سره جګړه کوو، مګر دا خورا ستونزمن کار دی چې جلا شي ځکه چې تاسو واقعیا نه شئ ویلای چې څوک یو عادي مسلمان دی او څوک افراطي.”

د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/19104

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button