سیمهنړۍ

له سپوږمکیو څخه د الاقصی شبکې د لیرې کولو په اړه د اسلامی راډیو او ټلویزیون د اتحادیې اعلامیه

د فلسطین دخلکو پرضد دصهیونیسټانو له وحشتناک جنګ له ماتې او له فلسطین سره دنړیوال پیوستون له رامینځته کیدا وروسته ددغه رژیم ملاتړي هیوادونه د بیان له ازادۍ او دهیوادونو دخبرواترو سره په ټکر کښې دي او هڅه کوي چې دامریکا او اروپا دخبریالانو په دسیسه کښې ټولې حقیقت ویونکي رسنۍ بندې کړي.

له همدې امله د اسلامي راډيو او ټلويزيون اتحاديه په لاندې ټکو ټينګار کوي:

1. دغه خطرناک عمل په کلکه غندي او اتحادیه له الاقصی شبکې سره خپل پیوستون اعلانوي.

2. د الاقصی شبکې ړنګول د ټولو نړیوالو تړونونو په ځانګړې توګه د ۱۹ مادې او د بشری حقونو کنوانسیون او د مدنی او سیاسی حقونو د ځانګړی میثاق څخه ښکاره سرغړونه ده.

3. اتحادیه په نړیوالو بنسټونو غږ کوي چې د دې غیرقانوني عمل مخه ونیسي. د فلسطین ملت د خپل حق دفاع کولو لپاره د نیواکګر رژیم قیمت نشي ادا کولی، نو باید ټول سانسور باید محاکمه شي، په ځانګړې توګه په فلسطین کې د خبریالانو او رسنیو پر بنسټونو ښکاره تیري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button