سیمه
پر یمن د امریکا تازه یرغل/ د شهیدانو شمېر ۵۳ تنو ته ورسېد!
یمني رسنۍ وايي، امریکا او انګلستان دوه ځلې د یمن د حدیده بندر په سواحلو کې د نیول شوې اسرایلي بېړۍ ګلکسي لیډر د کمانډ ټاور په نښه کړ.
له بلې خوا د یمن د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ: په یمن باندې د امریکې د پرونیو حملو د شهیدانو شمیر د ۵ ماشومانو او دوو ښځو په شمول ۵۳ تنو ته او د ۱۸ ماشومانو او یوې ښځې په شمول د زخمیانو شمیر ۹۸ تنو ته رسیدلی دی.
د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/19065