نړۍ
د دې اونۍ په جریان کې د ټرمپ او پوتین ترمنځ د خبرو امکان
تمه ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به روانه اوونۍ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په اوکراین کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په اړه خبرې وکړي.
رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ هڅه کوي د 30 ورځني اوربند لپاره د پوتین ملاتړ ترلاسه کړي چې اوکراین تیره اونۍ موافقه کړې وه.
ټرمپ په دې وروستیو کې ټینګار وکړ چې د دې “خونړۍ” جګړې پای ته رسول ممکن دي.