افغانستان
په کندز کې د یوه پله د پاتې کیدو کار پیل شو
د فواید عامې وزارت وايي، د کندوز- بلخ د عامه سړک د یوه پله پاتې چارې د دغه وزارت له خوا له یوه خصوصي شرکت سره شوې دي.
د دغه پله د جوړولو پاتې لګښت 9705000 افغانۍ ده او په پام کې ده چې په راتلونکو دریو میاشتو کې یې چارې بشپړې شي.
دغه پول ۴۸،۵ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، چې کار یې په تېر حکومت کې پیل شوی و او د بېلابېلو لاملونو له امله بشپړ نه شو.