افغانستان

په افغانستان کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره د لس میلیونه ډالرو بودجه تصویب شوه

د چاپېریال ساتنې ادارې اعلان وکړ چې د “د ځنګلونو او د ژوند د ښه والي له لارې د ټولنې پر بنسټ د اقلیم د بدلون ځوابونه” پروژه تمویل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژه د نړۍ د لږ پرمختللو هېوادونو د وجهي صندوق (LDCF) تر چتر لاندې د چاپېریال ساتنې د نړیوال مرکز (GEF) د ۹.۹۸ میلیونه ډالرو په لګښت د بودیجې د شورا په غونډه کې منظور شوه.

له دې ټولې بودیجې څخه ۸.۹۸ میلیونه ډالر د نړیوال چاپېریال د اسانتیاوو له لارې او یو میلیون ډالر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له داخلي منابعو څخه په ګډه تمویل شوي دي.

دا پروژه به په پنځو کلونو کې په بدخشان او کونړ ولایتونو کې پلې شي او موخه یې د ځنګلونو پیاوړتیا او د اقلیم د بدلون په وړاندې د سیمه ییزو ټولنو د ژوند ښه کول دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button