افغانستاناقتصاد

د هوايي ډګرونو له لارې د افغانستان واردات او صادرات ۲۹۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې سږ کال د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې د صادراتو او وارداتو ټولیز ارزښت ۲۹۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې ۱۲۸ میلیونه ډالره یې صادرات او ۱۶۷ میلیونه ډالر واردات دي.

د افغانستان صادرات او واردات د کابل، کندهار او بلخ د هوايي ډګرونو له لارې اتریش، اردن، هسپانیا، متحده عربي اماراتو، اندونیزیا، بریتانیا، امریکا، جنوبي افریقا، جرمني، چین، هند او نورو هېوادونو ته کېږي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د صادراتو عمده توکي وچه مېوه، زعفران، وچه او تازه انځر، جوجوب، تور جلغوزي، لاسي صنايع او نور محصولات دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button