سیمه
د بلوچ لیبریشن ارمي: ۲۱۴ پاکستاني عسکر “اعدام شوي” دي
د بلوچستان لیبریشن آرمی (بی ل ای) په یوه بیان کې اعلان کړی چې دوی ۲۱۴ پاکستانی پوځیان چې د جعفر ایکسپریس پر اورګاډی برید کې یې یرغمل نیولی وو، اعدام کړی دی.
دغه غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د بندیانو د تبادلې لپاره له ۴۸ ساعته ضرب الاجل او د پاکستان د پوځ له غبرګون وروسته یې دغه اقدام کړی دی.
په دغه بیانیه کې دا هم ویل شوي چې د پاکستان پوځ د خپلو ځواکونو د خلاصون لپاره له خبرو اترو ډډه وکړه او دا مسله د یرغمل شویو کسانو د اعدامیدو لامل شوه.
بلخوا بلوڅ بېلتون غوښتونکو اعلان کړی چې په وروستیو نښتو کې د دوی ۱۲ غړي وژل شوي دي.
د يادونې ده، چې تر اوسه د پاکستان پوځ په رسمي ډول د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دى ښودلى.