افغانستان
د امر په معروف وزارت: د افغان ښځو د حقونو په اړه اندېښنې بې بنسټه دي
د ښو او بدو د مخنيوي وزارت وياند سيف الاسلام خيبر د ملګرو ملتونو د وروستۍ غونډې په غبرګون کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه د ګډونوالو اندېښنې بې بنسټه وبللې.
نوموړي دغه څرګندونې «په بل ډول د عامه افکارو د غولولو یوه هڅه» ګڼلې او ټینګار یې کړی، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ښځو د حقونو د تامین لپاره ژمن دی.
د دغه وزارت ویاند زیاته کړه: “د دوی اندېښنه په حقیقت کې د عامه افکارو د بدلولو او د هغوی د منفي افکارو د تحمیلولو هڅه ده، له همدې امله دوی وخت په وخت د ښځو موضوع راپورته کوي، ترڅو هغه بحرانونه پټ کړي.”