افغانستانسیمه

د افغان بندیانو د خلاصون په اړه له عماني چارواکو سره د پام وړ مشوره وشوه

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي عمان ته د خپل سفر په دوام کې د عمان د سلطان د دفتر له وزیر، د سوداګرۍ او پانګونې د خونې له مسوولینو او د دغه هېواد د اوقافو او دیني چارو له وزیر سره جلا جلا کتنې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او عمان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر فرصتونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل او په عمان کې د مېشتو افغانانو پر ستونزو خبرې وشوې.

متقي همدا راز د عمان د سلطنت له وزير څخه وغوښتل چې په دغه هېواد کې د افغان بنديانو د حبس د مودې په کمولو کې همکاري وکړي.

په دې خبرپاڼه کې د عمان د سلطنت د وزیر له قوله ویل شوي، چې دغه هېواد به په نږدې راتلونکي کې د افغان بندیانو د بخښنې او خوشې کولو زمینه برابره کړي او په عمان کې مېشتو افغانانو ته به د قونسلګرۍ د خدمتونو په برابرولو کې د افغانستان له سفارت سره همکاري وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button